طالبانو په فاریاب ولایت کې د انجونو یوه ښوونځي ته اور اچولی دی

comments 0

1 Views

هندوکش ـ فاریاب: د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د انجونو یوه ښوونځی ته اور اچولی دی.
چارواکي زیاتوي، چې وسلوالو طالبانو د ښوونځي ودانۍ ویجاړه کړې او په یاد ښوونځي کې ټول اسناد په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د فاریاب ولایت اوسیدونکو د طالبانو یاد عمل غندلی او له وسلوالو یې غوښتي دي، چې د عامه ځایونو سره دښمني پای ته ورسوي او د سولې ملي پروسې درناوي وکړئ.
دوي زیاتوي، که وسلوال طالبانو د ښوونځیو او عامه ځایونو ویجاړلو ته دوام ورکړي نو په وړاندې به یې ولسونه راپورته شي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments