طالبانو په غور ولایت کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۴ تنه ولسي وګړي ټپيان کړي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ غور: د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په کور باندې د راکټ مرمۍ توغولې، چې له مله یې د یوې کورنۍ ۴ غړي ټپیان کړي دي.
چارواکي وايي، چې طالبان له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او له همدې لارې غواړي، ځان قوي وښيي او د سولې په روانو مذاکراتو کې لوړ امتیازات ترلاسه کړي.
په ورته مهال کې د غور ولایت اوسیدونکو د طالبانو یاد عمل په سختو ټکو سره غندلی او نوموړی عمل یې غیر اسلامي او انساني بللی دی.
دوی همدا راز په طالبانو غږ کړی ،چې جګړه بس کړئ او خپلې غوښتنې د سولې له پروسې له لارې مطرح کړئ.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments