طالبانو په غزني کې یوه ښوونځي ته اور اچولې

comments 0

4021 Views

هندوکش – غزني: د سیمې اوسیدونکو په وینا، د غزني ښار ته څېرمه د ارزو په سیمه کې یوه ښوونځي ته اور اچولی دی.
اوسیدونکي وایي چې ښوونځي کې ګډ نجنو او هلکانو درس ویلې.
اوسیدونکي وایي چې، د ښوونځي د ادارې دفتر، لابراتوار او زېرمه تون سوځېدلي دي.
خو د غزني د پوهنې رئیس ویلي چې ښوونځی یوې امنیتي پوستې ته نږدې په یوه کرايي کور کې جوړ شوی و.
پېښه د شنبې په سهار شوې او مسؤلیت یې چا نه دی اخیستی.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې سږکال درې اعشاریه اووه ميلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګه پاتې شوي دي.
جنګ او بې امنیتي د افغانستان د معارف لپاره له جدي موانعو دي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments