طالبانو په سرپل ولایت کې ۳ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

comments 0

21 Views

هندوکش ـ سرپل: د سرپل ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ په بازار کې د موټر سایکل بم چاودنه کړې، چې په پایله کې دیوه ماشوم په ګډون ۳ تنه ولسي وګړي ټپیان کړي دي.
ځایي چارواکي زیاتوي، چې وسلوال طالبان له یوې خوا په قطر کې دسولې مذاکرات پیل کړي او له بلې خوا یې د ولسي وګړو وژلو او دعامه تاسیساتو ویجاړولو ته کارویلی دی.
په عین حال کې د یاد ولایت اوسیدونکو د طالبانو یاد عمل په کلکو او سختو ټکو سره غندلی او له طالبانو یې غوښتي دي، چې د جګړې پرځای سوله وکړئ.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
علطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments