طالبانو په سرپل ولایت کې یو ښوونکی وژلی دی

comments 0

112 Views

دسرپل ولایت ځایي چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو تیره ورځ دیاد ولایت په مرکز کورک مغل سیمه کې یو ښوونکی وژلی او دوه تنه نور یې له ځان سره نامعلوم ځای ته بېولي دي.
چارواکي زیاتوي، چې دطالبانو له لوري وژل شوی ښوونکی د خپلې کورنۍ یواځینی سرپرست و، چې وسلوالو ترې واخیست.
دسیمې اوسیدونکي وایي، طالبانو دهېواد په مختلفو ولایتونو کې د ولسي وګړو په وژنه لاس پورې کړی، دوی زیاتوي، که وسلوال طالبان خپلو ظلمونو او وحشتونو ته دوام ورکړي په وړاندې به یې وسلواله مبارزه پیل کړي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments