طالبانو په حجره کې خلک وژلي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي د مومندرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ملکي وګړو په یوه حجره کې وسله والو ماین ځای په ځای کړی و چې چاودنه یې کړې.
د خوږیاڼي د مالوماتو له مخې چاودنه د یادې ولسوالۍ هزارناو سیمه کې شوې چې دوه تنه پکې شهیدان شوي او څلور نور ټپيان دي.
په شهیدان او ټپيان کې د حجرې مالک او میلمانه شامل دي.
تراوسه د پېښې په تړاو څېړنې نه دي بشپړې شوي خو ځایي خلک وايي، دا کار د طالبانو دی او ورته پېښې طالبان کوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *