طالبانو په جوزجان ولایت کې ښوونځیو ته دانجونو په تګ بندیز لګولي

comments 0

318 Views

هندوکش-جوزجان: دجوزجان ولایت په درزاب او منګجیګ ولسوالیو کې طالبانو ویلي دي،چې انجونې نه شي کولای، چې ښوونځيو ته دزده کړو لپاره لاړې شي.
په یاده ولسوالۍ کې انجونې وايي، طالبان دې دښوونځیو او زده کوونکو سره دښمني پریږدي،ترڅو افغانې انجونې وکولای شي دخپل هېواد او هېوادوالو لپاره دخدمت مصدر وګرځي.
بل لوري دجوزجان ولایت چارواکي وايي،چې طالبانو په یادوولسوالیو کې څو ورځې وړاندې څو ښوونځي هم سوځولي وو.
چارواکي وايي، طالبانو له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او نه شي کولای، چې له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي، طالبان غواړي ملکي کسان وځوروي او له همدې لارې خپلو شومو موخو ته ځانونه ورسوي.
عطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments