طالبانو په جوزجان ولایت کې دګازو پایپ لاین په بمونو الوزولي دی

comments 0

3 Views

هندوکش – کابل: دکانونو او پطرولیم وزارت چارواکي و ايي، چې تیره وسلوالو طالبانو دجوزجان ولایت په علي مغل سیمه کې دګازو پاین لاین په بمونو الوځولی دی.
چارواکي زیاتوي، چې په یاده چاودنه کې دګازو پایپ لاین ته زیات زیان اوښتي دي.
دوي وايي، چې سیمې ته زمونږ تخنیکي ټیم رسیدلی او ډیر ژر به یاد پایپ لاین جوړ کړي.
دیادونې وړ ده ، چې له دغې پېښې دوه ورځې مخکې د ګازو د تصدۍ دوه تکړه انجینیران او یو خدماتي کس د دندې د اجراء کولو پر مهال د وسلوالو طالبانو ځای پر ځای شوي ماین له امله شهیدان شول.
په ورته وخت کې دیاد ولایت اوسیدونکو دطالبانو یاد عمل غندلی او له وسلوالو طالبانو یې غوښتي دي چې د عامه پروژو په وړاندې له دښمنۍ لاس واخلئ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments