طالبانو په جوزجان ولایت کې دوه ملکي وګړي په ډزو سره ټپیان کړي دي

comments 0

5365 Views

هندوکش – جوزجان: دجوزجان ولایت والي ویاندعبدالمعروف آذر وايي،وسلوالو طالبانو دجوزجان ولایت په منګجیک ولسوالۍ کې په ډزو یو مور او زوی ټپیان کړي دي.
دجوزجان اوسیدونکو دطالبانو په داسې بریدونو سخت غبرګون ښودلي او وايي،چې طالبان هیڅ قانون ته ژمن نه دي او څومره یې چې په توان کې وي بې ګناه افغانان وژني.
دیاد ولایت اوسیدونکي له طالبانو غواړي، چې نور دې دملکي وګړو له وژنې لاس واخلي، وسلې دې پرځمکه کیږدي او دسولې له ملي پروسې سره دې یوځای شي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments