طالبانو په تخار کې د یو ښوونځي د سوځولو تر څنګ د خلکو کورونه لوټ کړي

comments 0

21 Views

هندوکش ــ تخار: د تخار په خواجه بهاالدین ولسوالي کې ځینې سرچینې وايي چې طالبانو په دغې ولسوالي کې یو ښوونځی سوځولی او د ملک احمد تاتار په ګډون یې د یوشمېر کسانو کورونه لوټ کړي دي.
دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، هندوکش پرېس خبري اژانس ته وویل چې طالب جنګیالیو «په لاله‌ګذر» ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي تحویل‌خانه سوځولې او بیا یې د ملک احمد تاتار په ګډون د یو شمېر کسانو کورونه لوټلي دي.
په یاده ولسوالي کې ځینې نورې سرچینې وايي، طالبانو د دغه ښوونځي تحویل‌خانه ځکه سوځولې چې په څنګ کې یې د ولسوالۍ پاڅونوال سنګر و. د سرچینې په وینا، طالبان د خواجه‌بهاالدین ولسوالۍ د مرکز تر یوکیلومترۍ پورې رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په تخار کې ځینو سرچینو وویل چې طالبانو د خواجه‌بهاالدین ولسوالي ځینې برخې نیولي دي. د سرچینې په وینا، د ملک احمد تاتار په مشرۍ ولسي پاڅونوال د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments