طالبانو په تخار ولایت کې یو پل په بمونو الوځولی دی

comments 0

7 Views

هندوکش ـ تخار: د تخارولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې د افغان حکومت له لوري یو تازه جوړ شوی ۶ متره پل په بمونو الوځولی او ځایی اوسیدونکي یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې د طالبانو داسې کړنې د دې ښودنه کوي، چې په سوله باور نه لري او جګړه خوښوونکي دي.
په ورته وخت کې د تخار ولایت اوسیدونکو د طالبانو یاده کړنه په سختو ټکو سره غندلې او په وسلوالو طالبانو یې غږ کړی چې د عام المنفعه ځایونو له ویجاړولو څخه لاس په سره شئ.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments