طالبانو په بلخ ولایت کې یو میرمن په ډزو سره وژلې

comments 0

1548 Views

هندوکش ـ بلخ، د بلخ ولایت سیمه ییز چا رواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د بلخ ولایت زراع ولسوالۍ په مرکز کې یوه میرمن لومړی له ځان سره نامعلوم لوري ته بیولې او ورسته یې په ډزو یې سره وژلې ده.
د یادې ولسوالۍ ولسوال سیف الرحمن رحماني وايي، چې طالبانو یاده میرمن یې په دې تور وژلې، چې له دولت سره یې همکاري درلود.
په ورته مهال کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د طالبانو یاد عمل په سختو ټکو سره غندلی او له طالب وسلوالو یې غوښتي دي، چې د ولسي وګړو په وړاندې له دښمنۍ لاس واخلئ او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدئ.
طالبانوتراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments