طالبانو په بدخشان کې د پولیو واکسینو د تطبیق مخه نېولې ده

comments 0

9 Views

هندوکش ـ بدخشان: د بدخشان سیمه‌ ییز چارواکي وايي، چې طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسین تطبیق ته اجازه نه‌ ورکوي.
د بدخشان د روغتیا ریاست مرستیالې نوشین ګُهر کریمي وايي، چې د شااوخوا ۲۶۵ زره ماشومانو د واکسین پلان جوړ شوی و، خو د طالبانو د ممانعت له کبله په راغستان، کوهستان، وردوج او یمګان ولسوالیو کې له پنځو کالو کم عمره ۲۶ زره ماشومان له واکسین بې‌ برخې شوي دي.
مېرمن ګهر زیاتوي: “په بدخشان کې د ماشومانو له ټول ټاکلي هدف څخه ۲۶،۰۰۰ ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي. البته په هغو ولسوالیو کې چې امنیت‌ یې خراب دی.”
خو د روغتیا ریاست مرستیاله وايي، هیله لري چې طالبان به روغتیايي ټیمونو ته د پولیو د واکسین د تطبیق اجازه ورکړي.
مېرمن کريمي وايي، چې له طالبانو له سره د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دې اړه خبرې روانې دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments