طالبانو پاکستان کې شل ورځې څه کول؟/ بریالی ویاړ

comments 0

0 Views

د طالبانو د قطر سیاسي پلاوی چې په ښکاره یو سفر باندې اسلام اباد ته تللی و او هلته یې له پخوانیو او اوسنیو ملګرو سره ښکاره د رسنیو پروړاندې وکتل، له دې لیدنې وروسته د طالبانو پلاوی اسلام اباد کې نادرکه شول.
که څه هم اسلام اباد او پاکستان د طالبانو اصلي کور دی، هلته یې کورنۍ دي، هلته ورته زیات سهولتونه برابر شوي او ډيرې پټې لیدنې کوي، خو دا سفر یې د نړۍ لپاره ښکاره سفر و.
خو له دې سفر وروسته د طالبانو مشرانو بیلابیلو ایالتونو ته تللي، د پوځی مرکزونو تر څنګ یې استخباراتي مرکزونو کې لیدنې کړي او نږدې شل شپې پاکستان کې پاتې شوي دي.
اوس د طالب پلاوي شل ورځې پاتې کیدل په پاکستان کې بیلابیل لیدلوري پيدا کړی.
لومړی دا چې دوی غوښتل له پاکستاني لوري سره افغان جګړه او سوله باندې پټي مشورې وکړي، د جګړې لپاره څومره امکانات ورکولی شي او د سولې لپاره څنګه تګلاره انتخاب کړی چې د پاکستان ګټې پکې خوندي وي.
دویم دا چې جنګي طالبان له ملا هیبت الله سره راضي نه دي، د هغه په مشرۍ د طالبانو تحریک کمزوری شوی او پاشل شوی بولي، طالبانو خپل والیان او نور جنګي قومندانان کویټې ته ورغوښتي و چې له ملا هیبت الله بیعت تازه کړي، خو زیاتو طالب مشرانو په دې غونډه کې ټینګار کړی چې د ملا هیبت الله پر ځآی دې ملا برادر انتخاب شي، هم ځینو هېوادونو ته سفر کولی شي او هم دا جګړه او سوله ښه مدیریت کولی شي.
دا د پاکستان د ای ایس ای غوښتنه هم ده چې یوه میاشت وړاندې یې کړې ده، د پاکستان څارګرې ادارې ملاهیبت الله جومات کې پر هغه ځانمرګی برید هم وکړ چې له منځه یې یوسي، خو ویل کیږي چې هغه ژوندی دی، ځینې راپورونه وایي چې ملا هیبت الله تر ټپي کیدو وړاندې وژل شوی او هڅه دا ده چې پر ځای یې ملا برادر انتخاب شي.
ځینې باوري سرچینې وايي د طالبانو دمرکچي پلاوي دا غړي چې ملا عبدالغني برادر په ګډون په پاکستان کې پاتې دي، له طالب مشرانو سره په کویټه کې په دې بوخت دي، چې خپل منځي شته اختلافات له منځه یوسي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د مشرتابه پر سره هم خبرې شته اویو شمیر مشران له ملا هبت الله اخند له سره خپل بیعت تازه کوي.
((د بیعت تازه کولو لپاره له افغانستان یو شمیر مشران کویټې ته ورغلي دي او یو شمیر غواړي ملا برادر مشر کړي،ګڼو طالبانو په کویټه کې له ملا برادر سره لیدلي دي))
د دولتي مالوماتو له مخې د سولې د خبرو لپاره پر اوربند هم خبرې کیږي، چې د پاکستان فشارونه هم په دې .
د پلاوي د پاتې شویو کسانو په لست کې د مولوي محمد نبي عمري، ملا فاضل، خیر الله خیرخواه او مولوي عبدالغني برادر نومونه یاد شوي دي.
د طالبانو د قطر د دفتر د استازو سفر پاکستان ته د د روانې اوکتوبر میاشتې په دوهمه نیټه شوی و.

Share this page to Telegram

Comments