طالبانو هلمند کې ۴۷ کیلو متره سړک وران کړی

comments 0

5 Views

هندوکش_هلمند: راپورونه وایي، طالبانو هلمند کې د چانجیر ـ نهر سراج ولسوالۍ هغه سړک وران کړی چې څو کاله وړاندې په اساسي ډول جوړ شوی و.

په دې سړک باندې ۳۳ میلیونه ډالر مصرف راغلی و چې د زیاتو خلکو ستونزې حل کړې وې.

د هلمند ولایت مقام وایي، طالبانو د دې سړک زیاتې برخې ویجاړې کړي او ممکن دا کار یې د ماینونو ایښودلو لپاره کړی وي.

طالبانو تر دې وړاندې د لښکرګاه ـ نادعلي سړک هم وران کړی چې په اساسي ډول جوړ شوی و.

د طالبانو دا عمل په ټولنیزو رسنیو کې او د ځايي خلکو له لوري له سخت غبرګون سره مخ دی چې ولې ټولګټې پروژې زیانمنوي او یا یې له منځه وړي.

ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments