طالبانو ملکي وګړي شهیدان کړي

comments 0

3 Views

هندوکش – هرات: وسله والو طالبانو د غور هرات پرلویه لار څلورمسافر شهیدان کړي او دوه نور يې له ځان سره بیولي.
د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي وایې، پیښه نن له غرمې مخکې د مر کز فیروزه کوه په دیرش کیلومتری کې شوې ده.
هغه وایي لومړني مالومات ښیي چې وسله والو څلور مسافرین چې ملکي وګړي دي شهیدان او درې نور یې ټپیان کړې.
د غور د والی ویاند عبدالحی خطیبي هم پیښه مني خو د شهیدان شوو کسانو شمیر درې تنه یاد وي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments