طالبانو له روغتونونو سنګرونه جوړ کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: تېرو ۴ میاشتو کې افغانستان کې ۹۹ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان WHO وایي، د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې پر روغتیايي تاسیساتو د بریدونو ۵۱ پېښې ثبت کړي دي.
دغه سازمان په یو بیان کې ویلي، چې دغه پېښې د جګړې د ښکېلو خواو لخوا د افغانستان د ۱۶ ولایتونو په ۳۸ ولسوالیو کې رامنځته شوي دي.
بیان زیاتوي چې د دغه بریدونو له امله ۱۱۴ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي، چې له ډلې۳ مرکزونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۱۲ اغېزمن شوي او ۹۹ نور تړل شوي دي.
د ډبلیو ایچ او په بیان کې همداراز راغلي ، په دغه موده کې ۲۸ روغتیا پالان هم زیانمن شوي چې له ډلې، ۱۱ تنه وژل شوي، ۱۰ ټپي شوي او ۷ نور نیول شوي دي.
طالبان په اکثره ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو څخه د سنګر کار اخلي چې له کبله یې روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments