طالبانو له خلیلزاد سره لیدلي

comments 0

0 Views

هندوکش – قطر: تیره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې ملا برادر او خلیلزاد سره وکتل.

زلمي خلیلزاد ویلي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له نوي مشر ملا برادر سره یې په لومړي ځل ولیدل او د غرمې ډوډۍ یې ورسره وخوړه.

تمه ده چې دواړه خواوې به نن سې شنبه رسماً خپلې خبرې پيل کړي.

خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي چې، دا ځل د طالبانو له یوه “با اختیاره ” پلاوي سره ګوري او تمه لري چې د سولې خبرو کې به مهم پرمختګ وشي.

طالب سرچینو هم ویلي، چې نن به د دوی او امریکایي استازو په لیدنه کې ملا عبدالغني برادر هم ګډون وکړي.

تمه شته چې په دې خبرو کې بین الافغاني مذاکراتو او اوږدمهاله اوربند باندې خبرې وشي.

محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments