طالبانو له امریکا سره د خبرو پلاوی وټاکه

comments 0

117 Views

هندوکش – کابل: طالبانو د سولې لپاره امریکا سره د مخامخ خبرو لپاره چمتووالی اعلان کړ.
د طالبانو یو جګپوړي پلاوي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دوی د مخامخ خبرو لپاره پلاوی هم ټاکل او په لومړي پړاو کې به د زندانیانو په انتقال او خوشي کولو خبرې وشي.
طالبانو وړاندې تر دې هم له امریکا سره په مخامخ خبرو ټینګار کړی خو دا لومړی ځل دی چې طالبانو امریکا سره د سولې خبرو لپاره د پلاوي د ټاکلو خبر ورکړی.
امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو له خپل رسمي ادرس په دې تړاو کومه ا علامیه خپره کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments