طالبانو لغمان او ننګرهار ته دبریښنا غځول شوي مزې پرې کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: افغان چارواکي وایې چې سروبي څخه د بریښنا هغه مزي چې لغمان او ننګرهار ته لیږدول کیده طالب وسله والو له خوا پرې شوي دي.
سرحدي ځواک د لغمان د والي ویاند وویل، چې د سروبي ولسوالۍ د اوزبین مستۍ چینې په سیمه کې وسله والو طالبانو له نغلو څخه د لېږدول شوې برېښنا مزي په ډزو ویشتي دي.
د نوموړي په وینا، د برېښنا لینونو د پرې کېدو له کبله په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې زرګونه کورنۍ له برېښنا څخه بې برخې شوې دي.
هغه زیاته کړه، د لینونو د پرې کېدو علت معلوم نه دی، خو دوی سیمې ته قومي مشران لېږلي ترڅو له وسله والو سره خبرې وکړي او بېرته د برېښنا پرې شوي لینونه وتړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم طالب وسله والې ډلې په دغې سیمې کې د بریښنا مزي حکومت باندي فشار له امله پرې کړي وو چې د قومي مشرانو په مرسته بیا ونښلول شول.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply