طالبانو قومي مشر شهید کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر:د لوګر پولیس وايي، وسله والو طالبانو تېر ورځ یو قومي مشر په ډزو وژلی دی.
د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي، تېره ورځ ناوخته د محمداغې ولسوالۍ کاریزو سیمه کې قومي مشر حاجي لونګ د خپل کور مخې ته په ډزو وژلی دی.
حاجي لونګ د کاریزو سیمې د انکشافي شورا رییس هم و او د خلکو د ستونزو په هوارولو کې یې ډیره مرسته کوله.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان قومي مشر په نښه کوي، له دې وړاندې یې هم په قومي مشرانو ورته بریدونه کړي چې خلک یې استخباراتي لوبه بولي.
د طالبان دې برید ځايي خلک سخت په غوصه کړي او حاجي لونګ یې یو نیک او د قام خدمت کوونکی انسان بللی دی.
سپوژمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply