طالبانو غزني کې ۴ تنه ولسي وګړي له ځان سره بېولي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ غزني: د غزني ولایت سیمه ییزچارواکي وايي، چې طالب وسلوالو تیره ورځ ناوخته د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې ۴ تنه ولسی وګړي له موټره ښکته کړي او له ځان سره یې نامعلوم لوري ته بیولي دي.
چارواکي زیاتوي، چې نوموړي کسان د جاغوري او مالستان ولسوالیو اصلي اوسیدونکي دي.
په عین حال کې د غزني ولایت اوسیدونکي وايي، چې نور په یاد ولایت کې د طالبانو له ظلمونو او باج ګیریو څخه په تنګ راغلي یوو، دوی همدا راز له افغان ځواکونو څخه وغوښتل چې د یاد ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د طالبانو پرضد پراخ عملیات په لاره واچوئ او موخې یې شنډې کړئ.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments