طالبانو عامه پل ویجاړ کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزگان: د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې یو پل وسله والو طالبانو نړولی دی.
عیني شاهدان وایي تېره ورځ ناوخته طالبانو د مرکز ترینکوټ اړوند سرخوم سیمه کې دغه پل په بمونو الوځولی دی.
د سیمې خلک وایي ، دغې پل د کندهار درې ولسوالۍ د ارزګان مرکز ترینکوټ سره نښلولې
دوی وایي، یاد پل پنځه کاله وړاندې جوړ شوی وو چې د خلکو ګڼې ستونزې یی هوارې کړې وې.
طالبانو او افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments