طالبانو شمال کې ۲۰۰ ملکیان قرباني کړي

comments 0

0 Views

هندوکش_بلخ: شمال کې د شاهین قول اردو وایي، طالبانو د پسرلني عملیاتو له پيل راهیسې تر ننه له دوه سوه زیات ملکي وګړي شهیدان کړي او ټپيان کړي دي.

له شاهین قول اردو خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې طالبانو په بریدونو او جګړو کې ۴۷ ملکي وګړي شهیدان کړي او ۱۵۸ نور يې ټپيان کړي دي.

د قول اردو خبرپاڼه لیکي چې شمال کې د طالبانو الفتح عملیات ناکام دي او اوس هڅه کوي چې ملکي وګړي هدف وګرځي او وضعیت ناسم وښيي.

خبرپاڼه لیکي چې افغان ځواکونه اوس په تعرضي حالت کې دي او طالبان یې سخت ځپلي دي.

د سرچنې په حواله، د شمالي ولایتونو ځینو سیمو کې د طالبانو پرضد پراخ عملیات دوام لري چې د دې ډلې مهم غړي پکې هم وژل شوي دي.

عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments