طالبانو د یوې اعلامېې په ترڅ کې د خپلواکي د بیرته ګټلو مبارکي ورکړه

comments 0

1296 Views

هندوکش – کابل: وسله والو طالبانو لخوا په خپور شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د هېواد د خپلواکۍ د سملې کلیزې په مناسبت هېوادوالو ته د مبارکي وایو او ترڅنګ یو ځل بیا پر بهرنیو ځواکونو له افغانستانه د وتلو غږ کړی دی.
د یادې ډلې له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوى د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د را رسېدو له امله ټول ولس ته مبارکي وایي. سرچينه کاږي، پوره سل کاله وړاندې افغان متدین او مجاهد ولس له انګریزي ښکېلاکه د ګران هېواد افغانستان خپلواکي وګټله او برېتانوي استعمار یې اړ کړ چې د افغانستان خپلواکي پر رسمیت وپېژني.
خبرپاڼه کې طالبانو په اوسمهال کې په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو غوښتي، غوره دا ده چې نور دوى له افغانستانه ووځي. د دوى په وينا، اوس هغه پړاو را رسېدلى چې په افغانستان کې پاتې بهرني پوځيان د وتلو تابيا نيسي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments