طالبانو د کندهار _ ارغستان ولسوالۍ عمومي سړک دتراکتور په واسطه ویجاړ کړی دی

comments 0

17864 Views

هندوکش- کندهار: دکندهار ولایت ولایتي چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو د کندهار _ ارغستان ولسوالۍ عمومي سړک دتراکتور په واسطه له منځه وړی دی.
چارواکي زیاتوي، چې دکندهار _ ارغستان ولسوالۍ ته عځیدلې عمومي لاره له تیرو شلو ورځو راهیسې دخلکو. پرمخ تړلې او دسیمې اوسیدونکي یې له خورا اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
دیادې ولسوالۍ اوسیدونکي په طالبانو غږ کړی، چې دعامه پروژو او عام المنفعه ځایونو له نړولو او ویجاړولو څخه لاس واخلئ.
دوی زیاتوي، چې ملي شتمنۍ د ولسونو په وینه رغول شوي طالبان دې د عامو وګړو دهوساینې په موخه له ظلمونو لاس واخلئ.
دیادونې وړ ده چې دطالبانو له لوري دا ډول کړنې ترسره کول لومړی وار نه دی، بلکې دهېواد په مختلفو ولایتونو کې لسګونه عامه پروژې ویجاړې او له خنډ سره مخ کړې دي.
عبدالله اچکزی

Share this page to Telegram

Comments