طالبانو د پوهنې وزارت ته خبرداری ورکړی و

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په تېره یوه اونۍ کې یو شمېر ښوونځي سوځول شوي چې د څرنګوالي په تړاو یې ضد و نقیض راپورونه شته.
د پوهنې وزارت وایي، طالبانو ورته د ښوونځيو د تړلو ویل خو د خبرو نه منلو په مقابل کې یې ښوونځي وسوځول.
د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل وایي، طالبانو ویلي و چې که ښوونځي و نه تړل شي، دوی به یې وسوځوي.
تازه د لوګر په مرکز پل عالم کې یو بل ښوونځی د طالبانو له لوري سوځول شوی دی.
له دې سره د کورنیو چارو وزارت بیا د ښوونځيو او زده کوونکو د خوندیتوب لپاره په غیرې مستقیم ډول د یو پلان د تطبیق په اړه وایي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، پلان یې جوړ کړی چې څنګه کیدای شي د ښوونځیو او زده کوونکو امنیت خوندي کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments