طالبانو د پولیسو واکسین اجازه نه ورکوي

comments 0

1378 Views

هندوکش – کابل: میلیاردر او د مايکروسافټ کمپنۍ مشر بېل ګېټس ویلي، د طالبانو مشران د ګوزڼ يا پوليو د له ‌منځه وړلو برخه کې خنډ ګرځي.
ميلیاردر بېل ګېټس چې یو خیریه بنسټ‌ لري او د ګوزڼ د له ‌منځه وړلو د کمپاين تر ټولو لويو تمويلوونکی دى ویلي، د پولیو ناروغي د له ‌منځه تللو په حال کې ده، خو په وینا یې افغانستان کې جګړې او د قدرت پر سر شخړو په دې برخه کې د پرمختګ مخه نیولې ده.
د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ وايروس په هغو سيمو کې خپرېږي چې روغتيا ساتنه يې کمزورې وي چې پر عصبي سیستم برید کوي او يو کس ممکن ورباندې تر اخته کېدو وروسته په څو ساعتونو کې فلج شي.
خو يوازې واکسين وسیله مېدای شي چې د ګوزڼ يا پوليو د ناروغۍ مخه ونيسي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments