طالبانو د ټولګټو پروژو ویجاړول منلي/ نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږ خپور شوی چې پکې منل شوې چې د ټاکنو په ورځ یې د کندز اړونده سیمو کې د برښنا مزي پري کړي و.
طالبانو ویلي دا کار یې د دې لپاره کړی و چې د ټاکنو پروسه سبوتاژ کړي او خلکو ته ستونزې جوړې کړي.
طالبان د دې تر څنګ لسګونه د مخابراتي شبکو ستنې ویجاړې کړي چې د خلکو ترمنځ رابطه قطع کړي.
طالبانو یواځې د برښنا مزو باندې اعتراف کړی چې پرې کړي یې دي، طالبانو په دې ورځ او له دې ورځې وړاندې بغلان کې د برښنا ستنې ویجاړې کړې وې.
طالبان چې تل په کاذبو سیاستونو او کاذبو تبلیغاتو کې خلکو ته وایي چې دوی د ټولګټو پروژو ساتنه کوي، بیا وروسته د ټولګټو پروژو د ویجاړولو لپاره دلایل پیدا کوي.
طالبانو له کلونو راهیسې په زیاتو پيسو جوړ شوي سړکونه وران کړي، نو بیا څنګه مخابراتو او برښنا ته اجازه ورکړي.
دا ډله د همدې لپاره کار کوي چې خلک په ستونزه کې واچوي او افغانستان له پرمختګونو راوګرځوي.
تاسو به لیدلي وي چې طالبانو ولسوالیو ته غځیدلي سړکونه په تراکتور، بیلدوزر او ماینونو ویجاړ کړي دي.
تاسو کې که څوک د کابل کندهار په لویه لار تللي وي، لیدلي به یې وي چې د طالبانو ماینونو دا سړک په څه وضعیت کړی دی.
دا ډله هیڅکله د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی او د دې لپاره امکانات ورکول کیږي چې د افغانستان ویجاړۍ کې لا زیات رول ولوبوي.
طالبان به خبر نه وی چې د مخابراتو او برښنا له درکه هر کله خلکو، سوداګرو او وړو کاروباریانو ته څومره زیان اړوي.
مخابرات او برښنا ټولګټې پروژې دي چې ان طالبان ترې هم ګته پورته کوي او د دې پروژو سره دښمني مخامخ له افغان ولس سره دښمني ده.
د طالبانو ځینې وسله والې ډلې د مخابراتو او برښنا له درکه باج غواړي او ډير کله بیا خپلمنځو کې په دې پیسو سره وارنیږي.
طالبان که اسلام نه مني، لږ تر لږه انسانیت ته خو دې قایل شي، انسان به چرته داسې وکړي چې ټولګټې پروژې ویجاړي کړي او یا یې مخه ونیسي.
ښکاره خبره ده چې اسلام د سولې دین دی، او اسلام کې د ټولګټو پروژو په ساتنه ټینګار شوی، خو دا چې طالبان اسلام د ځان د ګټو لپاره تعریف کوي، زیات خلک یې بې لارې کړي او جګړې ته دوام ورکوی.
ایا طالبان به بیا هم په سپين سترګۍ ووایي چې دوی د ټولګټو پروژو ساتنه کوي، چې اوس یې اعتراف وکړ چې د برښنا مزي یې پرې کړی دي.
طالبانو دا کار ځکه وکړ چې د ټاکنو په تړاو ګواښونه یې دفع شول او هیڅ و نه توانیدل چې خلک د رای له مرکزونو راوګرځوي او یا په ټاکنو کې بریدونه وکړي.

Share this page to Telegram

Comments