طالبانو د هلمند باباجي کې درې کاله څه وکړل؟ بريالی وياړ

comments 0

0 Views

درې کاله وړاندې پر هلمند د ايران او پاکستان له لوري سخت فشارونه ور پرېوتل. خپلو مزدورو غلامانو طالبانو ته يې د هلمند د حتمي سقوط امر کړی و. طالبانو په خورا درانه قوت سره د هلمند د سقوطېدو درنې جګړې وکړې. تر جګړو مخکې يې په خورا ډېر کچه د هلمند د ترلاسه کېدو تبليغات وکړل. دا تبليغات د هلمند پر پوځيانو او ځايي خلکو بد ولګېدل.
داسې فکر رامنځته شو چې هلمند به د طالبانو لاس ته ور لوېږي. د دې ناوړه فکر پر ضد افغان امنيتي ځواکونه لکه د فولادو غرونه داسې ودرېدل. که څه هم اوږدمهالو جګړو ستړي کړي ول، د ارام ساه يې نه وه اخیستې، خو د وطن او هلمنديانو د عزت د ساتلو لپاره يې شپه او ورځ پر ځان يوه کړې وه، د ژوند تر ورستۍ سلګۍ وجنګېدل.
د مزدورو غلامانو د دې يرغليزې جګړې پر وړاندې په سلګونه ځوانانو خپلې ککرۍ خاورې کړې. د خپلو ميندو او خويندو عزت يې وساته. دا چې د هلمند د جګړې زيانونه، او ابعاد خورا ډېر دي، نو زه يې را لنډوم يواځې د باباجي او له دې ساحې سره پر نښلېدو ساحو يې بحث کوم.
طالبانو چې باباجی ونيو څه پېښ شول؟
باباجی د هلمند د مرکز لښکرګاه څلورمه حوزه ده. خورا پراخه ساحه ده چې د افغانستان د نورو ولايتونو سره په پرتلې د يوې جلا ولسوالۍ غوندې اراضي لري. طالبان چې کله دې شنې وطني او سمسورې ساحې ته داخل شول، سمدلاسه يې لويې لارې په ماينونو فرش کړې. پلونه او پلچکونه يې په ماينون والوځول. له حکومت سره يې د همکارۍ په تور په لسګونه بېګناه هېوادوال په شهادت ورسول.
ښوونځي يې وسوځول. روغتيايي خدمات يې بند کړل. له ځايي خلکو يې انساني ازادي واخيسته. باباجي ته د دوئ له داخلېدو سره په سلګونه بېګناه وګړي په شهادت ورسېدل. ډېری اوسېدونکو خپلې مېنې پرېښودې. کورونه يې په کنډوالو بدل شول. طالبانو يې په کروندو کې ماينونه ځای پر ځای کړل. شنه فصلونه يې په مځکو کې پاته شول. په سلګونه ځايي اوسېدونکي بار شول. يواځې يې خپل ځانونه وويستل، نوره شتمني يې د طالب د جګړې پر ډګر د باروتو، چور او تالان خوارک شول.
هلته هره ورځ د جګړې مرګونو، بريدونو او دربدريو صحنه جوړه وه. د دې ساحې اوسېدونکي چې ښه ژوند يې لاره لکه الوتونکي قفسونو ته واچول شول، هر څه پر بند شول. هيڅوک په ازاد ډول له خپله کوره نه شو وتلی. له دې ځايه طالبي جګړه مارانو پر لښکرګاه ښار توغندۍ ور غورځولې. ښار يې تر تهديد لاندې راوستلی و.
ماشومان له زده کړو محروم ول. ښځو ته د دباندې وتو اجازه نه وه، حتی که به ناروغانې هم وې. ټليفوني خدمات پکې مطلق بند ول. هغه لويه لاره چې ځايي اوسېدونکي يې په نيم ساعت تر مرکز لښکرګاه پوري ور رسول، په ۵ ساعتونو بدله شوه. يانې د نيم ساعت لاره پنځو ساعتونو ته وغځېده. لويه لاره چې پوخ ډامبر دی طالبانو په ماينونو فرش کړی و. پلونه يې ترې الوځولي ول.
د ځايي اوسېدونکو روابط او په ازاد ډول تګ راتګ له خپلو دوستانو سره قطع شو. طالبانو دې ساحې ته هيڅوک نه پرېښود. هر څوک به چې د کوم کار لپاره باباجي يا هغې خواته ولاړ، پوښتنې به يې ترې کولې، که به لږ يې شک پر رسېدلی وای، ځای پر ځای يې وژاه. له دې يې ژوندۍ نمونه شته چې د لښکرګاه يو ځوان مستري او د هغه ملګری چې هغې خواته پر موټرسايکل ګرشک ته تللی، پر دې ګناه وژلی و چې د ولايت د جادې اجازه کارت ورسره و. د دې ځوان کور د ولايت په جاده کې و.
ولايت کارت ورکړی و چې عسکر يې وپېژني، مزاحمت ورته ونکړي. دغه کارت يې ورسره ونيو، بيا يې دواړه په شهادت ورسول. څو مېرمنې د ولادت پر ناروغۍ تر روغتون پوري پر لاره مړې شوې دي. طالبانو داسې پنجابی قانون جوړ کړی و چې هر هېوادوالو ته پکې خطر او ژوند يې له کړاونو ور ډک کړی و.
طالبانو هلته ټولګټي بنسټونه وران کړل. پوستې، حکومتي تعميرونه او ودانۍ يې وسوځولې. د ټليفونو مخابراتي ستنې يې ورانې ويجاړې کړې، وسايل يې ترې لوټ کړل.
تر ټولو ستر زيان يې دا و چې د خلکو کروندې يې د جګړې په سنګرونو بدلې کړې. په ميلونونه افغانۍ زيان يې مځکوالو ته واړاوه. د باباجي په کرنيزو توکو لښکرګاه او شاوخوا سيمه مړه وه. ډېری کرنيز حاصلات له دې ساحې مرکز لښکرګاه ته رسېدل. هلمند چې کرنيز ولايت دی، همدا يې د خلکو کاروبار و. طالبانو يې دا کاروبار تقريباً په ټپه ودراوه.
چا به چې کرونده کې څه کرلي وو، په سمه توګه يې تر مارکېټه نه شوه رسولی. همالته به پاته وو، ځکه لارې بندې وې. د دې سيمې شتمن او عزت والا خلک سوال او فقر ته اړ شول. خپلې مېنې يې پاته شوې، په نورو ساحو کې يې تر شنه اسمان لاندې ژوند کاوه. ا په اصطلاح د طالبانو اسلامي امارت و چې پر باباجي او دې شاوخوا يې حاکم کړی و. همدا د اسلامي امارت تعريف دی. چېرته چې اسلامي امارت حاکم وي، هلته دربدري وي. هلته لوږه وي، هلته خلک له ژونده ستړي وي، هلته روزګار نه وي، هلته هيڅ اسانتياوې او د ژوند کولو امکانات نه وي.
اوس څه روان دي؟
طالبي جګړه مارانو پخې لارې ورانې کړې. پوستې او ټولګټي بنسټونه يې وران کړل. ټوله سيمه يې په ماينونو کشف کړه، مګر څه يې ترلاسه کړه؟ ايا د امنيتي ځواکونو د ورتګ مخه يې ونيوله؟ اصلاً د طالبانو دې جګړې څه ګټه وکړه؟ اسلام ته يې کوم خير ورساوه. دين پرمختګ پر وکړ؟ نړۍ ته يو ښه پېغام ورسېد؟
اوس باباجی او تر ګرشک پورې غځېدلې ساحې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي. هلته د دښمن له ياغي جګړه مارانو سره جګړه روانه ده. ټوله سيمه په پنځو ورځو د طالب ګوډاګيانو له موجوديته خلاصه شوې. د خلکو کورونه وران شوي. مسجدونه شهيدان شوي. ځمکې ورانې ويجاړې پرتې دي. ټول سيمه داسې احساسيږي لکه افت چې پر نازل شوی وي.
د ځايي اوسېدونکو روحيات بېخي بدل شوي. امنيتي ځواکونو ته ډېر خوشال دي. د هرکلي لپاره يې هرې پوستې ته په ډلو – ډلو خلک وران وي. خلکو هيله پيداشوې چې باباجی بيرته تر ملي حاکميت لاندې راغلی. خوشال دي چې بېرته پکې ښوونځي فعاليږي. روغتيايي خدمتونه پکې وړاندې کېږي. ټليفوني خدمات پکې بيا ترسره کېږي.
پخې لارې بيرته رغول کېږي. نړېدلي پلونه او پلچکونه بېرته رغيږي. په ماينونو پوښلې کروندې بيرته اباديږي. افغان ځواکونه ماينونه را کاږي، لارې او کوڅې بيرته تګ راتګ ته چمتو کېږي. دا د خلکو هيلې دي چې له ورايه يې پر احساساتو څرګندې دي. وګورئ دا د طالب د جګړې يوه بېلګه ده. درې کاله يې يوه سيمه تر خپل امارت لاندې راوستلې وه، مګر هلته يې څه وکړل؟ کوم پرمختګ يې وکړ؟
چېرته يې سړک جوړ کړ. چېرته يې ښوونځی فعال کړ. چېرته يې روغتيايي خدمات وړاندې کړل. چېرته يې پل جوړ کړ. چېرته يې خلکو ته د ازاد ژوند اجازه ورکړه. طالبان چې هر چېرته حاکميت پيداکړي، سيمه او ځايي خلک به له همدغسې ناورين سره مخامخ کړي. د باباجي پوخ سړک چې يو کيلومټر يې په يو ميليون ډالرو جوړ شوی، دوئ په ټکټرونو اړولی دی. پاخه يې پلونه او پلچکونه يې د پنجابي په ماينونو الوځولي دي.
دا د طالب جهاد دی، دا يې اسلامي امارت دی. سړی حيران شي امارت يې اسلامي وي، خو کارونه يې د کفر وي. داسې امارت څه مانا لري چې نه اسلام ته ګټه رسولی شي، نه خلکو ته. امارت يواځې د دې لپاره دی چې خلک تباه کړي، شتمني يې لوټ کړي، انسانان قتل کړي، هر څه له تباهۍ سره مخامخ کړي. دا د طالبانو امارت دی. له دې ها خواته بله کومه ګټه نلري.
طالبانو درې کاله پر باباجي واک وچلاوه، داسې مانا يې درلوده لکه افت چې پر نازل شوی وي. اوس چې افغان ځواکونو سيمې ته داخل شوي، هر څه بدل شويدي. بيا به وګورئ چې کله سيمه په بشپړه توګه له امنيتي ګواښونو خلاصه شي، چې هلته څه پرمخګتونه راځي، او خلکو ته څومره بېرته د ژوند هيلې پيداکېږي. اوس باباجی د ياغي دښمن هديره ده. افغان ځواکونو د خپلو هېوادوالو غچ ترې اخیستلی دی. دومره يې وژلي چې کروندې په ډکې دي.

Share this page to Telegram

Comments