طالبانو د مکې پر ځای امريکې ته مخ واړاوه / بريالی وياړ

comments 0

0 Views

په افغانستان کې د روانې جګړې مسئولو جنايتکارانو طالبانو د مکې مکرمې له غېږې خپره شوې فتوا دسيسه وګڼله، او د دې پر ځای يې امريکا ته مخ ور واړاوه. طالبانو په خپل شرمونکي پېغام کې ويلي وو چې د مکې مکرمې غونډه د امريکې په فرمايش جوړه شوې، او دا په اصطلاح يوه دسيسه ده. تر غونډې څو ورځې وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې امريکا خپلو ديپلوماتانو ته لارښونه کړې چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي.
دا چې طالبانو پخوا هم له مسلمانانو سره له خبرو کولو انکار کړی و، نو د امريکې دغه اقدام ته يې خورا په مېړانه هرکلی ووايه، او اعلان يې وکړ چې له امريکې سره خبرو کولو ته اماده دي. تاسې وګورئ طالبانو د نړۍ د سترو ديني علماء کرامو خبرې رد کړې. د قران، شريعت اسلام او جهادي مبارزې احکام يې امريکايي دسيسه وګڼله، مګر بېرته يې همدې امريکې ته غېږه خلاصه ونيوله.
طالبانو په دې کار سره دا په ډاګه کړه چې د دوئ جګړه شرعي نه ده، بلکې د پيسو او ګټو جګړه ده چې د دنيا تر ټولو بدې فتنې پکې ننوتلې دي. که د دوئ جګړه وای، د مکې مکرمې د سترو ديني عالمانو خبرې به يې منلي وای. که د دوئ جګړه شرعي يا مذهبي وای، د هلمند د سولې د ولسي حرکت، د کابل دعالمانو، د ټولو افغانانو او له جګړې څخه د ستړي مسلمان ملت غوښتنه به يې منلې وای.
دا عجبه نه ده چې پر جګړه يې د جهاد نوم ايښی، خبرې پکې له کفر سره کوي. تر دې لا عجبه دا ده چې د اسلام له مرکز څخه يانې مکې مکرمې څخه يې مخ واړوا، هلته د را غونډو شويو سترو ديني عالمانو خبرې يې دسيسه وګڼله، او د امريکايانو تور يې پر غوټ کړ، مګر بيرته په ډېرې مړسترګۍ سره د همدې امريکې سره خبرو کولو ته چکچې کوي. طالبانو ځانته صلاحيت ورکړی څه چې يې خوښه وي، د اسلام برخه يې ګڼي، او څه چې يې خوښه نه وي، له اسلام څخه يې باسي.
د طالبانو پر ځای زه شرمېږم چې هره خبره يې د الله اکبر، سره کېږي، خو بيا يې د الله اکبر سترې مانا ته شا وګرځوله، او د دې نارې برعکس يې له کفارو سره خبرو کولو ته زړه ښه کړ. د طالبانو خبرې يوه له بلې سره په ټکر کې ده. يوار وايي: موږ له امريکې سره جنګېږو، دا جګړه بين الافغاني نه ده. بيا وايي: له منافقينو سره د سولې خبرې په اسلام کې جواز نلري، او بيرته وايي: امريکې دلته افغان وژنه روانه کړې ده.
يوار يې ردوي چې دا د افغان وژنې جګړه نه ده، بيرته وايي، دا افغان وژنه ده. کله چې له حکومت يا له ديني عالمانو سره د خبرو کولو وړانديز ورته وشي، وايي: په اسلام کې دا جواز نشته چې له دې حکومت سره خبرې وشي، ځکه د دوئ په اصطلاح دا د امريکې حکومت دی، مګر وګورئ بيرته له همدې امريکې سره خبرو ته مستي کوي. دا چې دوئ وايي: اسلام له منافق سره د سولې خبرې نا جايزې بللې دي، دا له کفر سره يې بيا ولې جايزې کړې؟
اول، خو دوئ د منافق، اسلام، جهاد، اشغال او شريعت اصلي تعبيرونه بدنام کړل، دويم دا چې دا جګړه يې د پاکستان په امر له خپلې وطن ضدې مرضا سره عياره کړې ده. څومره چې اسلام، وطن، جهاد، ولس او ټولنه پکې بدنامېږي، پکې بربادېږي، په هغه اندازه دوئ دغه ډول جګړې ته د تقدس په سترګه ګوري.
دا دی، اوس امريکا هم چمتو شوې چې له دوئ سره خبرې وکړي، وبه ګورو چې دوئ له دې خبرو څه راباسي، او څه عمل پر کوي. دوئ له امريکې همدا غوښتنه کوي چې په حکومت کې ډېره ونډه ورکړي، او د پيسو په شمول يې ياغيان له تورليسته وباسي. طالبانو په اسلام داسې تجارت وکړ، چې د نړۍ په تاريخ کې به هيچا نه وي پر کړی.

Share this page to Telegram

Comments