طالبانو د لیسې ملازمین شهیدان کړي

comments 0

5 Views

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وایي، ننګرهار کې وسله والو د ملکیار لیسې درې ملامین شهیدان کړي .
ننګرهار مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د خوږیاڼو ولسوالۍ ملکیار لیسې درې ملازمین تېره شپه د وسله والو کسانو له لورې په بې رحمه ډول په شهادت رسول شوي او د یادې لیسې په کتابخانه کې یې کتابونه سوزولي دي.
ننګرهار والي حیات الله حیات په رامنځته شوې پېښه خواشیني ښودلې،شهیدانو ته یې د فردوس هیله کړې او همدا راز یې امنیتي ارګانونو ته د یادې پېښې د رامنځته کېدو جدي سپارښتنه کړې .
له دې پېښې وړاندې په مومندرې ولسوالۍ کې څو ښوونځي وسوځیدل او ملازمین یې سخت ډبول شوي و.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments