طالبانو د غزني د استېناف محکمې دوه غړي له ځان سر بیولي دي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ غزني: یاد مسؤلین وايي، چې طالبانو دغه کسان د میدان وردګ ولایت په مربوطاتو کې له موټر څخه ښکته کړي‌ او تښتولي‌ دي.
د غزني د استېناف محکې رئیس سکندر حیدري د جمعه په ورځ رسنیو ته وویل، چې د یادې محکمې مرستیال اسدالله رحماني او د عامه امنیت د دېوان قاضي شمس الحق شمس د طالبانو لخوا تښتول شوي دي.
هغه وویل، چې دغو کسان کابل ته په لار وو چې د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې طالبانو نیولي دي.
ښاغلي حیدري وویل، چې تر دا مهاله یې د طالبانو لخوا د تښتول شویو کسانو په اړه هېڅ معلومات نه دي تر لاسه کړي او برخلیک یې هم معلوم نه دی.
نوموړي د میدان وردګ له امنیتي چارواکو څخه وغوښتل چې د طالبانو له منګلو څخه د دغه کسانو په ازادولو کې مرسته وکړي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments