طالبانو د سولې حرکت شپږ تنه غړي تښتولي

comments 0

64 Views

د سولې ولسي حرکت وايي، نن سهار یې له لوګر څخه طالبانو شپږ تنه غړي برمته کړي او له ځانه سره بیولي دي.
د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست په یو غږیز کلیپ کې دا خبر تایید کړی او زیاته کړيې ده چې دغه شپږ فعالان یې نن سهار له پل علم ښار څخه شهرک سیمې ته روان وو چې طالبانو درولي او له ځانه سره یې نامعلوم لوري ته بیولي دي.
ښاغلی وطندوست وايي، دا فعالان ملګري یې په شهرک سیمه کې د سولې اړوند یوې غونډې ته روان وو چې د طالبانو په لاس ورغلي دي لا معلومه نه ده چې طالبانو زموږ دا ملګري ولې او کوم ځای ته له ځانه سره بیولي دي.
طالبان تر دې وړاندې په هلمند کې هم د سولې ولسي حرکت یوشمېر غړي برمته کړي وو، خو تر څو ورځو وروسته یې بیرته خوشې کړل.
سره د دې چې د افغانستان خلکو د سولې لپاره له دغه ولسي حرکت څخه ملاتړ وکړو او په بېلا بېلو ولایاتو کې سترې سترې غونډې ونیوې خو طالبانو له دغه حرکت له پيل سره خپل مخالفت ښودلی و.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments