طالبانو د زندانیانو د خوشې کیدو هرکلی کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: طالبانو د افغان حکومت له لوري د دوی د زندانیانو راخوشي کیدل یو ښه ګام بللی.
د طالبانو له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغان حکومت له لوري د کابل له پلچرخي، بګرام او ولایتونو کې د دوی دوه سوه یو شپیته زندانیان ازاد شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د افغان حکومت له لوري د اختر په مناسبت د ۸۸۷ زندانیانو له لوري د دوی زندانیان یواځې ۲۶۱ تنه یې طالبان او پاتې نور یې مشکوک دي.
د طالبانو په اعلامیه کې د بندیانو چارو کمېسیون د افغان حکومت له لوري د زندانیانو ازادول یو ښه ګام بللی او ددې پروسې د دوام غوښتنه یې کړې.
د طالب بندیانو د خوشې کیدو دا فرمان د ولسمشر هغه ژمنه وه چې لوی مشورتي جرګې سره یې کړې وه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments