طالبانو د خپلو ګټو لپاره هر کار کوي / بریالی ویاړ

comments 0

1 Views

تاسو خبر وئ چې افغانستان ته د امریکا د راتګ پلمه اسامه بن لادن له منځه وړل او یا نیول و، هغه وخت د طالبانو مشر ملا محمد عمر حاضر نه و چې اسامه امریکا ته وسپاري او د دې لپاره يې پر امریکا ډير افغانان شهیدان کړل او دغه راز ډیر ځایونه وران او ډير خلک بې کوره شول.
ان طالبانو خپل ریژیم پرې ړنګ کړ، خو اسامه یې امریکا ته و نه سپاره، له هغې وروسته طالبانو بیا جګړه پيل کړه او افغانان هم د اشغالګر او مزدور په نوم اتلس کاله شهیدان، معلول او بې کوره کړل.
طالبانو په دې جګړه کې افغانستان کلونه نور شاته پاتې کړ او هغو سیمو کې چې دوی واکمن و ، هیڅ ډول د بیارغورنې پروژو ته اجازه نه ده ورکړې.
دغه راز نسبي جوړ شوي سړکونه، پلچکونه، روغتونونه، کلنیکونه یې په بمونو والوزول، یا یې مورچې پکې جوړې کړي او له منځه یې یوړل.
طالبانو اتلس کلنه جګړه کې هر ډول وحشت وکړ او په افغانانو یې د مرګونو نوې لوبې وکړې چې نړۍ یې دې وحشتونو ته حیرانه وه.
له طالبانو سره په دې کلونو القاعده ملګرې وه او د نغدي پیسو تر څنګ یې نور امکانات هم ورته برابرو، د القاعده ډلې تر څنګ طالبانو سره نورې ترهګرې ډلې هم فعاله د جګړې لیکو کې وې، دا ترهګرې ډلې اکثره د پاکستان سخت دریځه ډلې وې چې د ای ایس ای مستقیم لاس ورسره دی.
اوس چې کلونه تېر شول، طالبانو جګړه کې ماتې وخوړه، نور د جګړې د دوام تاب نه لري، له امریکا سره یې هوکړه وکړه، داسې هوکړه چې طالبان به د خپلو ملګرو پروړاندې هم جګړه کوي او دې جګړې ته به یو نوم پیدا کوي.
د القاعده او داعش ډلې تر څنګ نورې ترهګرې ډلې او هغه ډلې چې له طالبانو جلا شوي، طالبان به یې پروړاندې جګړه کوي او د امریکا لپاره به ګواښ له منځه وړي.
د دې جګړې مصارف به طالبانو ته امریکا ورکوي، طالبان به جنګیالي جذبوي او د امریکا د ګټو لپاره یې بیلابیلو سیمو کې فعال ساتي.
طالبان په سپین سترګۍ سره اوس هم دې جګړې ته د اسلام تر نامه لاندې د جګړې نوم ورکوي او خپلو جنګیالیو ته یې ویلي چې اسلامي شرعي نظام به بیا راځي او طالبان به واک ته رسیږي.
خو جنګیالي یې نه دي خبر چې امریکا سره هوکړه کې طالبانو منلې چې بیا به اسلامي امارت نه راځي او دا امارت نړیوالو ته هیڅ د منلو نه دی.
طالبان یواځې پردي اولادونه د خپلو ګټو لپاره کاروي، اوس به ډيرو ته مالومه شوي وي چې د دې جګړې له درکه یواځې د طالبانو مشران په خیټه ماړه دي او هیڅ ډول خطر ورته نشته.
د دې جګړې قربانیان افغانان دي او ګټه یې بهرنیو هېوادونو ته ده، افغانستان نور د جګړې تاب نه لري، افغانان نور د قربانۍ لپاره څه نه لري، نو تمه ده چې د طالبانو جنګیالي خپل مشران وپيژني او نور له دې ناولې جګړې لاس واخلي.

Share this page to Telegram

Comments