طالبانو د امریکا نظامي اډې منلي دي

comments 0

1250 Views

هندوکش – کابل : د طالبانو یو قوماندان چې له امریکايي ډيپلوماټې سره یې په قطر کې لیدلي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، امریکا له دوی غوښتي چې په افغانستان کې نظامي هډې ولري.
د طالبانو دغه قوماندان چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي، چې په دې وروستیو میاشتو کې یې درې ځلې یو له بل سره لیدلي او هوکړه یې کړې چې خبرو ته به دوام ورکوي.
دغه طالب چارواکي ټینګار کړی چې سوله یوازې په هغه صورت کې ممکنه ده، چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.
له دې سره د افغان حکومت یو چارواکي رویټرز ته ویلي، چې په دغه لیدنه کې امریکا هڅه کړې چې طالبان په لوی اختر کې اوربند ته قانع کړي.
ویل کېږي چې دواړه خواوې به له لوی اختر وړاندې بیا سره وګوري، خو کره وخت او ځای یې نه دی مالوم.
عبیدرادپور

Share this page to Telegram

Comments