طالبانو دیني عالم شهید کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار چارواکي وایي، وسله والو طالبانو په مومندرې ولسوالۍ کې یو دیني عالم په ډزو شهید کړی دی.
پېښه نن سهار وخته داسې مهال شوې چې دیني عالم له مسجد څخه د کور پر لور روان و.
دیني عالم صفي احمد نومیده او طالبان له سیمې تښتیدلي دي.
په یاده ولسوالۍ کې تر دې وړاندې هم دیني علماء په نښه شوي او طالبان دا کار د دې لپاره کوي چې دیني عالمان د دوی جګړې ته ناروا وایي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply