طالبانو دیني عالم شهید کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: هرات کې د اهل تشیع یوتن ستر دیني عالم تېره شپه هرات ښارکې شهید شوی.
دغه دیني عالم حاجي محمد جعفر توکلي نومېږي او د حکمت په نوم راډیو د امتیاز څښتن دی.
هغه تېره شپه د هرات ښار شصت چهار متره سړک کې د خپل کورمخې ته د موټرسایکل سورو کسانو له لورې پرې برید شوی دی.
د هرات سیمه یېز چارواکي وایې برید کوونکي په تئښته بریالي شوي.
د هرات د ملکي روغتون مطبوعاتي مسؤول محمد رفیق شېرزی وایې د یادکس مړی تېره شپه ماخوستن ور وړل شوی.
هغه وایې یادکس پربدن څو ګولۍ لګیدلي او روغتون ته پرلاره یې ساه ورکړې ده.
تر دي پېښې وروسته د شپې یوه بجه ګڼ شمېر شیعه مذهبو د هرات د والي دفترمخې ته د اعتراض په ډول راټول شول او د پېښې د عاملینو دنیولو غوښتنه یې کوله.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments