طالبانو دیني عالم شهید کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: وسله والو طالبانو دکابل په خاک جبار ولسوالۍ کې یو دیني عالم شهید کړی دی.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، فیاض الحسن عالمي تېره شپه وسله والو د ملنګ کلي له یو جومات بیولي او بیا یي شهید کړی دی.
ځایي خلک وایي دغه دیني عالم په سیمه کې د ښوونکي په توګه هم دنده ترسره کوله چې د وسله والو له لوري تر تښتولو وروسته شهید شوی دی.
په وروستیو کې د دیني علماوو د ترور پېښې ډېری شوي چې د علماوو غبرګون یي هم راپورته کړی دی.
هغه دیني عالمان چې د سولې ملاتړ او جګړې مخالفت کوي، طالبان هڅه کوي ترور یې کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments