طالبانو دیني عالمان وژلي

comments 0

0 Views

هندوکش – فاریاب: د فاریاب سیمه ييز چارواکي وايي تېره شپه په قیصار ولسوالۍ کې درې تنه دیني عالمان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د والي ویاند جاوید بیدار وايي، دیني عالمان په یوه کور کې میلمانه وو، چې نیمه شپه یو شمېر وسله والو پر دغه کور برید کړی، درې تنه یې وژلي او یو بل يې ټپي کړی دی.
بیدار زیاتوي چې تر اوسه د دغې پېښې انګېزه نه ده مالومه او دا موضوع هم نه ده روښانه شوې، چې دغه وسله وال څوک دي.
خو ځآيي خلک وایي، سیمه کې یې طالبان فعالیت کوي او ممکن دا دیني عالمان طالبانو وژلي وي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply