طالبانو دلالۍ ته مخه کړې /سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

له هغه ورځې چې طالبانو د پاکستان له غیږ نورو هېوادونو ته سر کړی دی، یا پاکستان په نورو هېوادونو د امتیازاتو په بدل کې خرڅ کړي او یا یې د هېوادونو له استازو سره کینولي دي، له همغې ورځې د افغان سولې پروسه هم له خنډ او ځنډ سره مخ ده.

پخوا به یو پاکستان و چې طالبانو پکې پټنځایونه درلودل او د افغانستان په بربادۍ او د افغانانو په وژلو به یې امتیازات اخیستل، خو اوس ډير نور هېوادونه شته چې طالبان یې غږ کې نیولي او د خپلو ګټو لپاره یې کاروي.

د پاکستان موضوع د ډیورنډ کرښه وه او د دې تر څنګ یې نه غوښتل چې افغانستان پرمختګ وکړي او د یوې غښتلې اردو او نظامي ځواک څښتن شي، د دې لپاره یې کلونه طالبانو ته امکانات برابر کړل چې په یوه او بله پلمه باندې ځوانان جذب کړي او نور افغانان پرې ووژنې او د افغانستان د پرمختګ مخه ونیسي.

کله چې پاکستان د بودجې له کسر سره مخ شو او امریکا پرې مرستې بندې کړې، پاکستان د طالبانو لپاره ایران او روسیه پيدا کړل او پر هغوی یې د امتیازاتو په بدل کې وپلورل چې د جګړې لپاره امکانات ورته برابر کړي.

پاکستان پوهیده چې طالبان څومره امکانات برابر کړي، همغومره جګړه په افغانستان کې شدت پيدا کوي او په افغانستان کې د جګړې دوام د پاکستان لپاره په ګټه دی، له همدې کبله یې ایران او روسیه باندې وسپارل.

طالبان اوس د پاکستان د ګټو تر څنګ د ایران ګټې هم افغانستان کې پالي، ځکه ایران د طالبانو لپاره امکانات برابروي، د ځینو طالب مشرانو کورونه ایران ته تللي او د هغه هېواد د استخباراتو تر نظارت لاندې دي.

ایران طالبان د دې لپاره تمویلوي چې په لویدیځه حوزه کې د اوبو د مدیریت مخه پرې ونیسي او ایران په دې هدف کې بریالی هم دی، ځکه څو ځل د بندونو ساتونکي او قرادادیان یا ووژل شول او یا وتښتول شول، تر څو په بندونو باندې کار مخ ته لاړ نه شي.

ایران د دې تر څنګ له طالبانو سره بله هوکړه لري چې په شیعه میشتو سیمو کې به جګړه نه کوي او هر ځای کې به یې د جګړې تمرکز د سني میشتو سیمو کې وي، تاسو به لیدلي و چې طالب هیڅکله شیعه میشتو سیمو کې نه جګړه کوي او نه ځانمرګی برید کوي، لامل یې دا دی چې له ایران سره هوکړه لري.

د دې تر څنګ طالبان له روسیې هم امکانات ترلاسه کوي او د روسیې لپاره په افغانستان کې جګړه کوي چې امریکا ناکامه وښيي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ختم شي.

روسیه طالبانو ته یو بل میشن دا ورکړی چې داعش ډله به د پخواني شوروي اتحاد پولو ته څېرمه نه پریږدي او هر ځای چې داعش ډله وي، باید پرضد یې جګړه وکړي.

طالب اوس په یو دلال بدل شوی او نور هېوادونه هم ورته لابي کوي چې د افغانستان د حکومت برخه یې وګرځوي او د طالبانو ټول شرایط دې ومنل شي.

هغه هېوادونه چې داخلي ثبات نه لري، په افغانستان خبرې کوي، او د دې لامل طالبان دي چې افغانانو په نوم له نورو هېوادونو پيسې اخلي او افغانستان پرې ورانوي.

Share this page to Telegram

Comments