طالبانو خپلې ژمنې د ملکي خلکو پر وړاندې عملي نه کړې / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

له هر څه د مخه د هېواد په ګوت ګوت کې په ځانګړي توګه د کابل، کندهار، غزني او بادغيس ولایتونو کې د ترهګریزو بريدونو شهيدانو ته د الله تعالی له درباره د فردوس جنت او ټپيانو ته یې بېړني روغتیا او کورنیو ته یې صبر جمیل او د پیښو عاملينو ته يې د دردونکې عذاب غوښتونکي يو.
په دې وروستیو کې د سولې ګرمې خبرې او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې او تاوتريخوالي زیاتوالي افغانان اندېښمن کړي دي، څو ورځې مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جرمني او قطر په هڅو د طالبانو او افغان استازو ترمنځ په افغانستان کې د سولې لپاره دوه ورځنۍ غونډه وکړه چې په پايله کې د دې غونډې اته ماده ييز پريکړه ليک خپور شو، چې د جګړې ښکیل اړخونه دې لاندې اجراآت ترسره کړي:
الف – د هیواد په ټولو سیمو کې د عام المنفعه بنسټونو لکه، د دیني او مذهبي مرکزونو، روغتونونو، بازارونو، د اوبو بندونه او کارځایونو د امنیت تضمین.
ب ــ په ځانګړې توکه د تعلیمي بنسټونو لکه ښوونځیو، مدرسو،پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو حریم ته درناوی.
ج ــ د ملکي خلکو د عزت، ژوند، مال او کورونو ساتنې ته ژمنتیا، او ملکي تلفات د صفر کچې ته راښکته کول.
خو له بده مرغه د غونډې په جريان کې طالبانو په کابل او غزني ولايتونو کې تروريستي بريدونه ترسره کړل، د راپورونو په اساس د طالبانو په وروستيو بريدونو کې له ۲۰۰نه زيات ملکيان شهيدان شوي او له ۳۰۰ نه زيات ټپيان دي که هر څومره د سولې خبرې تېزې شوې، نو ورسره جوخت ترهګريزو بريدونو هم زور اخیستی دی، ځکه طالب ترهګره ډله خپلواکه نه ده او د افغانانو د وژنې او د هېواد ورانونې لپاره د دښمن تپل شوې جګړه پر مخ وړي، دغو بريدونو ثابته کړه، چې طالب ډله په خپلواکه ټوګه د سولې لپاره هيڅ تصميم نيولی نه شي، اوربند خو لا پر ځای پرېږده، حال دا چې اوربند د سولې لپاره مهم شرط دی او دا د ولس ستره غوښتنه ده.
ورمه ورځ د جمعې په سهار بیا هم د دښمن ترهګری ډلې لخوا د کابل پوهنتون تر مخه د یو موتربم برید په داسې حال کې ترسره کړ، چې محصلين د قضایي ستاژ د دوری د ازموينې لپاره له پوهنتون نه د باندې انتظار وو دا لومړی ځل نه دی، چې په افغانستان کې پر اکادميکو، ښوونيزو، مذهبي ځایونو، جوماتونو، سياسي او دغه راز نور ملکي او سياسي ځايونو ترهګر بريدونه کېږي.
افغان حکومت باید د پاکستان او هغو هیوادونو ته چې ترهګري ملاتر کوونکي هېوادونه بلل کېږي په وړاندې کلک غبرګون وښیي، غوره به دا وي، چې د سولې په پلمه هغه غونډې چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوونکو هېوادنو کې تر سره کېږي، لغو اعلان کړي، همدا راز افغان حکومت باید پر پاکستان د فشارونو زياتولو او د دغه هېواد انزوا کولو ته لا نور هم زور ورکړي، د دې لپاره پر بديلو اقداماتو بايد لاس پورې شي، چې د اوبو مدیریت، د بندونو جوړول، د پاکستان د سوداګرۍ پر مخ د مرکزي اسيا د لارو تړل دي له دې پرته پر تشو ژمنو وخت تېرول، له ملت، هېواد او ملي ګټو سره ستره جفا ده .

Share this page to Telegram

Comments