طالبانو خپلمنځ کې ۶۰ کسان وژلي

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: د جوزجان چارواکي وایي، قوشتپې ولسوالۍ کې طالبان له څو ورځو راهیسې په عوایدو او شخصي ګټو سره وران شوي او یو بل باندې بریدونه کوي.
د قوشتپې ولسوال وايي، له تېرو څلور ورځو راهیسې د طالبانو دوه ډلو له یو بل ۶۰ کسان وژلي او جګړه دوام لري.
د ولسوال په خبره، جګړه کې ملکي وګړو ته تلفات نه دي اووښتي، خو ۴۰۰ کورنۍ یې له خپلو مېنو بې ځآیه کړي دي.
په دې څلور ورځنۍ نښته کې ۱۰ کسان له دواړو خواوو ټپيان شوي هم دي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *