طالبانو خوږياڼو کې يو ملا امام شهيد کړ

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ننګرهار:د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي وايي، خوږياڼو ولسوالۍ کوز بهار سيمه کې تېره شپه وسله والو طالبانو يو ملا امام په ډزو سره شهيد کړی دی.

د خوږیاڼي د معلوماتو له مخې تېره شپه د ماسخوتن لمانځه پر مهال وسله وال طالبان د شيخ قمبر بابا جامع جومات ته ننوتلي او د قاري جميل په نوم ملا امام يې په ډزو سره شهيد کړی دی.

د والي ویاند وایي، قاري جميل حکومت او يا کومې ډلې سره تړاو نه درلود، بلکې په سيمه کې يې د ملا امام په توګه دنده تر سره کوله او د الله پاک د ستر کتاب قران عظيم الشان حافظ او ښوونکی و.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *