طالبانو خلک په ژوند کې تنګ کړي/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

که تاسو کې یو څوک ځینو روغتونونو ته تللي وي هلته به مو لیدلي وي چې د طالبانو د جګړې قربانیان څه وضعیت کې دي، څوک د جګړې قرباني دي، ولې قرباني دي او ولې طالبان د پردیو د ګټو لپاره افغانان د مزدور او جاسوس په نوم وژني.
نن مې د بغلان د ډنډ شهاب الدین د پېښې د ټپيآنو عکسونه ولیدل، د فولادو زړونه نرم کوي، خو پر طالب هیڅ تاثیر نه کوي، لامل دا دی چې طالب وحشتونو کې پوخ شوی او د هیچا په درد دردمن نه دی.
د ډنډ شهاب الدین سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او د دې سیمې زیات سړکونه د طالبانو په ماینونو پوښلي دي.
په دې پېښه کې د یوې کورنۍ اته غړي شهیدان شوي او شپږ نور ټپيآن شوي دي.
دا نه لومړی پيښه ده او نه به وروستۍ وي.
طالب په جګړه کې په ماین ایښودو ځکه زیات تمرکز لري چې مخامخ جګړه نه شي کولی او د ماین ایښودو اکثره قربانیان یې ملکی وګړي دي.
که تاسو هر ځای خپل نږدې سیمه ییز روغتون ته ورشئ همدا ډول پېښو قربانیان به پکې وګورئ، تاسو به وګورئ چې طالبان په څومره وحشت سره خلک قرباني کوي او بیا پرې نوم د مزدرو او جاسوس ږدي.
نږدې هره ورځ د طالب ماین له ملکي وګړو قرباني اخلي، خو د طالب په تګلاره کې بدلون را نه غی او هره ورځ د ځمکې خیټه له ماینونو ډکوي.
د روغتونونو تر څنګ تاسو شهیدانو او معلولینو وزارت یا ریاستونو ته ورشئ، هلته کونډې او یتیمان وګورئ چې د طالب له لاسه وژل شوي دي.
د طالب کونډې او یتیمان هم دولت ته پاتې دي اوتاسو به وګورئ چې د طالب د جهالت زور د هغې له کورنۍ وځي، خوطالب له خپل جهالت ځان نه خلاصوي.
تاسو چې د سره صلیب کميټې ته کله لاړ شئ او وګورئ چې څومره خلک مصنوعي لاس جوړولو او پښه جوړولو ته مراجعه کوي.
داټول د طالب د ماین قرباني دي چې میلیونونه افغانان یې معیوب کړی دي.
خو طالب له دې سره افغانانو ته سترګو کې ور ننوځي ، د جګړې قربانیان ټول جاسوسان او مزدوران یادوي او په افتخار سره وایي چې دا جګړه به دوام لري او دې ته د جهاد نوم ورکوي.
نو طالب وحشت او کړنو خلک په ژوند کې تنګ کړي، رواني امنیت یې ورته هم ګډوډ کړی او د دې ډلې د ابدي له منځه وړلو ته شیبې شماري.

Share this page to Telegram

Comments