طالبانو حکومتي پلاوو سره په نه کتو خفګان ښودلې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د وسله والو طالبانو د رهبرۍ شورا غړی او مرستيال مولوی محمد یعقوب د قطر دفتر مشر عباس ستانګزي ته په یو لېږل سوي ليک کې د افغان مرکچي پلاوي سره پر نه ليدلو خفګان او اندېښنه ښودلې او دا کار يې د ولس او طالب مشرانو ترمنځ د لوی درز د رامنځ ته کېدو لامل ياد کړې دې.
لیک چې رسنیو لخوا خورا خپور شوې دې پکې راغلي چې، دا چې د کابل ادارې استازي هم د سولې مذاکراتو لپاره یاد هیواد ته راغلي وو په داخل او بیرون کې دیر افغانان په دې اند وو چې د اسلامي امارت استازي او د قصر دفتر غړي هغوي سره مخامخې خبرې وکړې خو متاسفانه چې تاسې د ځینو حساسیتونو او فشارونوپر اساس د کابل ادازې له استازو سره و نه لیدن چې دې کار سره د هیواد په داخل او خارج کې په ټولنیزو بحثونو او مطبواعاتو کې پر اسلامي امارت تند غبرګونونه او نیوکې وسوې.
د خپور شوي لیک له مخې، د اسلامي اماراتو مرستیال مولوی محمد یعقوب پر ستانکزي نیوکه کړې چې، مونږ باید دې تکي ته متوجه شو چې ترټولو د مخه مونږ افغانان یو او د افغانستان ګټې مونږ ته اولویت لري او دا هم باید مونږ ولس ته ثابته کړو چې مونږ په مذاکراتو کې صادق یو که دا سوله هر ډول قرباني له مونږي وغواړي مونږ نباید د بل چا د سیاسي او شخصي منافعو او دسایسو ښکار سو لکه څرنګه چې په یاده موضوع کې اسلامي امارت د ولس له ستر انتقاد او غبرګون سره مخ سو او داسي تبلیغات وسو چې ګویا اسلامي امارت د مذاکراتو په جریان کې د ولس او هیواد ګټې په نظر که نه بلکې د ګاودیو هیوادونو او خپلې شخي ګتې په پام کې نیسي.
مولوي محمد یعقوب طالبانو لخوا د سولې پر استازي (ستانکزې) تور پورې کړې او ویلي چې متاسفانه دغه یوه ستره اشتباه وه چې تیره اونۍ د بوب ظبې پّ مذاکراتو کې ستاسې د دفتر لخوا ترسره شوه.
نوموړي افغان حکومت سره لیده کاته اړینه ګنلې او ویلي دي چې راتلونکي ناستې کې باید د اسلامي امارت د سیاسي دفتر محترم مسول او غړي باید د عامه خلکو د افکارو په نظر کې نیولو سره مذاکراتو ته داخل او خپل یواځېني هدف چې په افغانستان کې سوله راوستل دي متمرکز کړي او بس.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments