طالبانو ته نور پلمه پاتې نه شوه/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابل کنفرانس کې چې د شاوخوا دیرش هېوادونو استازو پکې ګډون درلود، د سولې په تړاو غوڅ دریځ په ډاګه کړ، داسې دریځ چې طالبانو ته نور هیڅ پلمه پاتې نه دی چې د سولې پرځای جګړې ته دوام ورکړي.

ولسمشر په خپله اوږده او جامع وینا کې وویل چې سوله فریضه ده او د دې فریضې د قیام او تطبیق لپاره د افغانانو ټول اړخونه، حکومت او د سولې شورا یوې ګډې اجماع ته رسېدلي دي. دغه اجماع، د اساسي قانون مطابق د هېواد د ټولو اتباعو د حقوقو په ساتنه او د ښځو په شمول د ټولو اقشارو، سیاسي او جهادي مشرانو او د اقوامو په مشارکت ولاړه ده.

لکه څنګه چې ولسمشر ته خپل ولس د سولې په تړاو د اجماع واک ورکړی، ولسمشر هم د خلکو له غوښتنو سره سم وړاندیزونه وکړل او دا داسې وړاندیزونه و چې په تېرو کلونو کې هیڅ طالبانو ته نه و شوي او نه هم طالبانو داسې فکر کاوه چې د سولې په تړاو دې د حکومت دومره زیات وړاندیزونه وکړي.

ولسمشر په دې باور لري چې د سولې تحقق، زغم او زړورتیا ته ضرورت لري او ولسمشر د شکایتونو اورېدلو او د جګړې د لاملونو موندلو لپاره د بېلابېلو وړاندیزونو د اورېدلو زغم او زړورتیا لري.

ولسمشر ځکه نن دومره جامع وینا وکړه چې د سولې امکانات تر بل هر وخت زیات غښتلي دي او زیات خلکو سولې ته لیواله دي چې جګړه پای ته ورسیږي.

لومړی؛ د سولې لپاره د امیدوارۍ تر ټولو مهم ټکی دا دی چې افغانان د سولې په ننګه را وتلي او نور هیڅوک دلته د جنګ پلویان نه دي. له حزب اسلامي سره سوله یوه بریالۍ تجربه وه چې لږ تر لږه د سولې په برخه کې د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر اراده او ژمنتیا یې ثابته کړه .

دوهم؛ په نړیواله کچه د سولې پر بهیر ټینګار به بالاخره د جنګ د پلویانو پر اراده او چلند اغېز وکړي.

 درېیم؛ په سیمه ییزه کچه د سیمه ییز، په تېره اقتصادي ثبات لپاره د افغانستان د سولې او ثبات پر اهمیت د سیمې د هېوادونو او ولسونو اجماع رامنځته شوې.

څلورم؛ او تر ټولو مهم یې په نړیواله کچه د افراطیت پر ضد د دیني علماوو ترمنځ نوی تحرک دی چې د جګړو او خشونت دیني مشروعیت یې نفی کړی دی.

نو په دغسې یوه حساس وخت کې، چې افغانان د سولې پر اهمیت متفق دي، سیمه او نړۍ د سولې ملاتړ کوي، دیني علماء سوله فریضه ګڼي، د سیمې ولسونه د خشونت پر خلاف غږ پورته کوي او د حزب اسلامي د سولې کامیابې تجربې یوه عملي موفقه نمونه وړاندې کړې ، مهم سوال دا دی چې راتلونکی ګام څه دی؟

ولسمشر غني طالبانو ته د سولې ښکاره او هر اړخیز وړاندیزونه وکړل

حکومت پخلا کېدونکو طالبانو سره د یوې ريښتنې او پایدارې سولې په لټه کې دی او د ټولو افغانانو لپاره د سوله ییز او عزتمند ژوند په برابرۍ، د هغو طالبانو په شمول چې له تاوتریخوالي لاس اخلي باور لري.

وړاندیزونه

د اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو(په ځانګړي ډول ښځو) د حقوقو او مکلفیتونو تامینول؛

د اساسي قانون منل یا د اساسي قانون  له احکامو سره سم د هغه تعدیل؛

له قانون سره سم د ملکي خدمتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو پر مخ وړل؛

هیڅ یوې وسله‌والې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستي شبکو، بهرنیو تخریبي سازمانونو، دولتي یا غیر دولتي بنسټونو سره چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه وي اجازه نه ورکول.

د ملي وحدت حکومت طالبانو ته د سولې دغه وړانديز پرته له کوم قید او شرط څخه وړاندې کوي.

د سولې پروسه به د مذاکراتو، تصویب او تطبیق په دریو مرحلو کې ترسره کېږي، په ټولو مراحلو کې به يې د ښځو استازېګډون کوي او له هغوی سره به سلامشوره کېږي.

دا چې څنګه سولې ته رسیږو ولسمشر غني یې څو لارې وښودلې.

۱ د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي: اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او آزادو ټاکنو ته لاره هواره شي؛

۲ د سولې لپاره حقوقي چوکاټ وضعه شي او د غوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې د پیشبیني شوې قانوني پروسې له لارې د اساسي قانون بیا کتنه وشي او د بندیانو د آزادولو او د بندیزونو له لستونو څخه د ایستلو لپاره قانوني لارې چارې تعقیب شي؛

۳د افغانستان دولت په رسمیت وپېژندل شي، د قانون حاکمیت ته درناوی وشي، اصلاحاتو ته لاره هواره شي او د متوازن پرمختګ او د کډوالو د راستنېدلو لپاره انتظامات وشي؛

۴د ټولو اتباعو، په تېره د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت لپاره تدابیر ونیول شي؛

۵ د اقتصاد او ټولنیز پرمختګ لپاره پروګرامونه پلې شي او په ملي پروګرامونو کې کډوالو او پخوانیو جنګیالیو ته ځای ورکړل شي؛

۶د سولې لپاره نړیوال ملاتړ او همکاري ترلاسه شي، په تېره دا چې د ډیپلوماټیک مالي ملاتړ په ترلاسه کولو، د بهرنیو جنګیالیو د برخلیک معلومولو او له لستونو څخه له سولې سره د یو ځای کېدونکو افغانانو د نومونو د ایستلو په برخه کې همکاري ترلاسه شي؛

۷او د یوه جامع تطبیقي چوکاټ له لارې بېړني، لنډه مهاله او اوږدمهاله شرایط او اهدافو ټاکل او په دې ټولو برخو کې د پرمختګ د څارنې او ارزونې یو مؤثر میکانیزم رامنځته شي.

د طالبانو نظریات او د دوی وړاندیزونه په دې او نورو برخو کې به معلومدار په نظر کې ونیول شي او د مذاکراتو یوې منل شوې اجنډا باندې به انشاالله هوکړه وشي او پس له هغه نه به یې د تصویب او عمل لپاره کار وشي.

د ولسمشر ننۍ وینا په ټول کې له هر اړخ څخه جامع وه او په ټولنیزو رسنیو کې له هر کلي سره مخ ده، د حکومت دې دريځ په سوله خلک باوري کړل او د خلکو هغه انديښنې یو څه لیرې شوې چې د سولې په تړاو یې درلودلې.

 

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *