طالبانو ته د ولسمشر خبرداری

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کابل د شهر نو د برید په غبرګون کې ولسمشر غني خبرداری ورکړی چې د طالبانو دا ډول بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپآنه لیکي چې طالبانو یو ځل بیا وښوده چې د خلکو د ترور او ډار لپاره هر هغه کار کوي چې هیڅ دین او مذهب کې نه وي.
ولسمشر دا برید له انسانیت او اسلامیت لیرې بللی چې روژه په خوله خلک یې برید کې قرباني کړل.
ولسمشر ویلي چې طالبانو د مشورتي لوی جرګې وړاندیز ته درناوی و نه کړ او یو ځل بیا یې افغانان په ویر کینول.
ولسمشر دغه راز خبرداری ورکړی چې که طالبان سوله و نه کړي، زړه ور افغان ځواکونه به یې هيڅکله ژوندي پرینږدي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments