طالبانو ته ترهګري سمه لار او سوله ناسمه لار ده/ نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

اسلام اباد ته له افغانستان څخه د دیني علماوو یو پلاوی تللی چې هلته له دیني علماوو سره افغان جګړې په تړاو خبرې وکړي، د دې لپاره چې پآکستاني علماوو ډیر کله د افغان جګړې لپاره بشري قوه استخدام کړې او کله ـ کله به یې د دې جګړې لپاره مالي چندې هم ټولولې.
افغان حکومت، د سیمې هېوادونه او نړیوال اوس په دې پوه شوي چې پاکستان د افغان جګړې یو مهم اړخ او مالي ملاتړی دی چې نه غواړي، افغانستان کې د جګړې اور مړ شي.
پاکستاني علماوو په ښکاره رسنیو ته ویلي چې افغانستان کې د حکومت پرضد جګړه جهاد دی او د دې کار لپاره یې د طالبانو مالي او معنوي ملاتړ کړی او له هم دوام ورکوي، خو اوس چې د جګړې د بس لپاره افغان علماوو کار پيل کړی، په کابل کې فتوا او سعودي کې د اسلامي هېوادنو د همکاریو سازمان څخه وروسته باور کیږي چې پاکستاني علماء به هم نور د افغان جګړې په تړاو دیني دلایل وړاندې کړي.
تراوسه د پاکستان مهم دیني علماء د پاکستان د څارګرې ادارې په کنټرول کې و او د هغوی لوډسپیکر و چې هر کله به یې ترې د خپلو ګټو لپاره کار اخیست، خو اوس چې پاکستان یو ځل بیا ژمنه کړې چې د سولې په برخه کې همکاري کوي او د دیني علماوو یوه غونډه به رابلي چې د افغان جګړې په تړاو خپل دیني مسوولیت ادا کړي، تمه شته چې پاکستاني علماء به د افغان علماوو هغه فتوا تایید کړي چې د جګړې پرضد یې ورکړې ده.
خو افغان او پاکستاني علماوو له غونډې سره سم د طالبانو له ادرس اعلامیه خپره شوې او د دیني علماوو غونډه یې غندلې ده، طالبانو په خپله تبلیغاتي خبرپاڼه کې دیني علماوو ته سپک نظر کړی او ویلي یې دي چې دا علماء د افغان حکومت او امریکا په فرمایش باندې د جګړې لوری بدلوي او پر طالبانو مذهبي فشارونه زیاتوي.
طالبان د دیني علماوو ناستو ته سخت وارخطا دي، ځکه دا ډول ناستې کولای شي چې له طالبانو د جګړې په تړاو د مشروعیت ټکټ واخلي او هغه جګړه چې کلونه یې د اسلام او جهاد په نوم خلک قرباني کړل، نوره پای ته ورسیږي.
طالب ښه په دې پوهیږي چې دیني علماوو خپلې پریکړې د قران د ایات او حدیثو په رڼا کې کړي، خو طالب مزدور دی او بادار یې اجازه نه ورکوي چې له جګړې لاس واخلي.
طالب د جګړې له ادرسه ژوندی دی او د جګړې له ادرسه زیات امکانات ترلاسه کوي، له همدې امله هڅه کوي چې د سولې د هر پرمختګ پروړاندې خنډونه جوړ کړي، ځکه د طالب پروژه د سولې لپاره نه ده رامنځ ته شوې، دا پروژه د جګړې پروژه ده چې افغانان به یې قرباني ورکوي او افغانستان به پکې له پرمختګونو غورځیږي او ویجاړیږي.
افغان حکومت هر اړخیزه هڅې کوي چې افغانان د سولې ارمان ته ورسیږي، خو حکومت چې کله غواړي طالبان له یو هېواد راخلاص کړي، دوی په بل هېواد باندې ځان خرڅ کړي چې وسلې او مهمات ترې ترلاسه کړي چې افغانستان وران او افغانان قرباني کړي.
د طالب پلمه د جګړې لپاره دا ده چې بهرني ځواکونه دې ووځي، افغان حکومت دا شرط هم ومنه چې راشه مخامخ خبرې وکړو چې بهرنیان کله ووځي او په کومو شرایطو باندې، خو دا چې طالب اوس څو میړونه لري، ځینې یې خوښه ورکوي چې خبرې وکړي، خو ځینې نور ورته بیا وایي چې تاسو (طالبان) د سولې لپاره نه بلکې د جګړې لپاره رامنځ ته شوي یاست او سولې ته په تګلاره کې خای مه ورکوئ.
دا خبرې د دې لپاره لیکم چې د طالبانو له دریځ همداسې ښکاري، طالبان ځینو برخو کې له پاکستان، ایران او روسیې سره ګرو دي، د ځینو کورنۍ یرغمل دي او ځینې یې داسې بلک میل کړي چې هره ورځ یې سرغړونه وکړه، په همغه ورځ یا وژل کیږي او یا هم رسوا کیږي.
موږ ولیدل چې په پاکستان کې څومره ډير طالبانو ترور شول او څومره ډیر تر ننه ورک او یا بندیان دي، دا ټول هغه طالبان و چې د سولې لپاره یې هلې ځلې کولې او دا جګړه یې پردۍ بلله.

Share this page to Telegram

Comments